روس پلوو اوکراین په ختیځ کې د یو شمیر هیوادونو قونسلګرۍ اشغال کړې

د اوکراین د دونتسک په ښار کې د چک جمهوریت او پولنډ د هیوادونو قونسګلرۍ د روس پلوو لخوا اشغال شوې.

128406
روس پلوو اوکراین په ختیځ کې د یو شمیر هیوادونو قونسلګرۍ اشغال کړې

روس پلوو د اوکراین په ختیځ کې د یو شمیر هیوادونو قونسلګرۍ اشغال کړې.
د اوکراین د دونتسک په ښار کې د چک جمهوریت او پولنډ د هیوادونو قونسګلرۍ د روس پلوو لخوا اشغال شوې.
د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا ویاند اندري لایسنکو وویل چې د دونتسک په ښار کې سوداګري محکمې ، د جمهوریت او پولنډ د هیوادونو قونسلګرۍ د روس پلوو لخوا اشغال شوي دي . نوموړي د مسلې اړوند زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه .
د ویلو ده چې په دونتسک کې د جولای د ۱۲ نیټې نه راپدیخوا د چک جمهوریت او پولنډ قونسلګرۍ تړل شوي دي . همداشان د دونتسک سوداګریزې محکمې د جولای په میاشت کې په سیمه کې د نښتو د کچې د لوړیدو له امله فعالیت درولی وو.
د ویلو ده چې د دونتسک تش په نامه جمهوریت د سوداګریزو چارو د محکمې د ودانۍ نه د کرنې وزارت د ودانۍ په توګه کار اخلي .
ویل کیږي روس پلوو یو څه موده وړاندې د دونتسک ملي پوهنتون د نیولو نه وروسته په پوهنتون کې جدي تغیرات راوستل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه