د داعش لخوا د وژل شوي خبریال کورنۍ:امریکا لخوا ګواښلي شوي یو

د امریکايي خبریال جیمز فولي چې یو څه موده وړاندې د داعش لخوا سر غوڅ شو کورنۍ ادعا کړې ده چې د امریکا د ادارې لخوا په کراتو ګواښل شوي دي .

124051
د داعش لخوا د وژل شوي خبریال کورنۍ:امریکا لخوا ګواښلي شوي یو

د امریکايي خبریال جیمز فولي چې یو څه موده وړاندې د داعش لخوا سر غوڅ شو کورنۍ ادعا کړې ده چې د امریکا د ادارې لخوا په کراتو ګواښل شوي دي .
د امریکا ABC تلویزیون په یو خبر کې د جیمز فولي د کورنۍ له قوله ویلي دي چې د امریکا دولت د جیمز فولي د خوشې کولو په بدل کې داعش ته د پیسو د نه ورکولو په خاطر په کراتو ګواښلي دي.
د امریکا د ABC تلویزیون د خبر له مخې د جیمز فولي مور دیانا فولي ویلي دي چې د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت د شورا پرسونل یو تن عسکري چارواکي څو ځلې داعش ته د خپل زوی په بدل کې د پیسو د نه ورکولو په خاطر ګواښلې ده او ورته ویلي دي که چیرې داعش ته مو پیسې ورکړې د ډیرې سختې سزا سره به مخامخ شۍ.
د فولې مور وویل چې دا په ښکاره توګه ګواښ وو او ډیر ویرونکی ګواښ وو. موږ درې ځلې په ورته ډول سره ګواښل شوي یو. ددې خبرې د ویلو او افشا کولو له امله هم په ډار کې یم.
د امریکايي خبریال مور ویلي دي چې د واشنګټن ادارې د جیمز فولي په مسله کې ډیر بې پروايي کړې ده او کله نا کله د خپل زوی نه د یو خبر د ترلاسه کولو په خاطر چارواکیو ته په خپو کې غورځیدلې یم او عذر او زاري مې کړې ده .
همداشان د جیمز فولې ورور مایکل هم ادعا کړې ده چې د بهرنیو چارو د وزارت د یو تن چارواکي لخوا په ورته ډول ګواښل شوی دی .
سپینې ماڼۍ د فولې د کورنۍ تورونو ته ځواب ووایه.
د سپینې ماڼۍ ویاند ایرنست وویل چې د حکومت د مختلفو ادارو نه چارواکیو د جیمز فولې د کورنۍ سره لیدنې کړي دي خو د لیدونو د جزیاتو په اړه يي څه ونه ویل.
نوموړي وویل چې د امریکا اوسنې ادارې د پخوانيو ادارو په څیر ترهګریزو ډلو ته د پیسو ورکولو او د هغوې د غوښتنو د منلو په څیر کوم سیاست نلري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه