اوباما: په عراق او سوریه کې به په داعش کلک ګوزارونه وکړو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر خپل پلان اعلان کړ.

121299
اوباما: په عراق او سوریه کې به په داعش کلک ګوزارونه وکړو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر خپل پلان اعلان کړ.
اوباما د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر خپله ستراتیژي اعلان کړه. اوباما د نوموړې ستراتیژۍ په چوکاټ کې په پام کې لري چې د داعش ډله په څلورو پړاونو کې له منځه یوسي.
اوباما ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په منځني ختیځ او افریقا کې د امریکا لپاره تر ټولو ستر ګواښ د داعش ډله ده .
اوباما په ټینګار سره ویلي دي چې داعش یوه ترهګریزه ډله ده او دا ډله د اسلام سره کوم تړاو نلري.
اوباما ویلي دي چې د داعش پر خلاف به په سیستماتیکه توګه هوايي بریدونو ته دوام ورکړي او موخه يي د داعش د ډلې له منځه وړل دي.
اوباما ویلي دي چې تر ننه پورې د داعش په ډلې ۱۵۰ هوايي بریدونه کړي دي. همداشان اوباما ویلي دي چې چې د داعش په ډلې به په عراق او سوریه کې پرته د کوم تردد نه بمباریو ته دوام ورکړي.
اوباما ویلي دي چې په پام کې لري عراق ته ۴۷۵ تنه نور سرتیري واستوي. اوباما زیاته کړه چې زموږ ځواکونه به په محاربه او جګړو کې برخه وانخلي یواځې د عراق د امیني ځواکونو د روزنې او استخباراتو دنده اجرا کړي.
همداشان اوباما وویل چې د داعش پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې به د سوریې د مخالفینو سره د عسکري مرستو کچه لوړه کړي.
اوباما ویلي دي چې د داعش ډله چې په سیمه کې په یوې سرطاني دانې بدله شوې ده له منځه یوسي خو دا مبارزه داسې ښکاري چې وخت ته اړتیا لري. اوباما د سیمې سره د بشري مرستو په دوام هم ټینګار وکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه