روسېې د اتومي سرګلولې لرونکی توغندی وازمایه.

روسیې د هیواد په شمال لویدیځ کې په سپینه بحیره کې د اتومي سرګلولې لرونکې توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.

120648
روسېې د اتومي سرګلولې لرونکی توغندی وازمایه.

روسېې د اتومي سرګلولې لرونکی توغندی وازمایه.
روسیې د هیواد په شمال لویدیځ کې په سپینه بحیره کې د اتومي سرګلولې لرونکې توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.
د روسیې د دفاع د وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي دي چې د bulava په نامه توغندی چې د شمیر زیات شمیر سرګلولو د انتقال په ظرفیت جوړ شوی دی په سپینه بحیره کې د ولادمیر مانوماه په نامه د اتومي تحت البحیري کښتۍ نه وتوغول شو.
نوموړي وویل چې دا توغندی د تحت البحیري جنګي سیستم د ازمایلو په چوکاټ کې ازمایل شوی دی . ازمایښت په ډیر بریالی توب سره ترسره شوی دی او توغندي د هیواد په بله نطقه کې خپل هدف په بریالیتوب سره ویشتی دی.
د یادولو وړ ده چې روسیې د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۶ نیټه د الکساندر ناویسکي په نامه اتومي تحت البحیري ازمایلی وو چې ازمایښت ناکام شوی وی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه