كامرون: تركيه د داعش د ګواښونو له امله انديښمنه ده

د انګلستان لومړي وزير كامرون د ناټو د سرمشريزې اړوند د هيواد ولسي جرګې ته معلومات وركړل.

118663
كامرون: تركيه د داعش د ګواښونو له امله انديښمنه ده

د انګلستان  لومړي وزير ديويد كامرون  د ناټو د سرمشريزٰې  اړوند  وويل چې تركيه  د داعش  د ترهګريرې ډلې له امله  ډيره انديښمنه  ده . د همدې امله  د تركيې سره  په عسكري ، استخباراتو  او امنيتي برخو كې هر ډول  همكارۍ ته  تيار  دي.

د انګلستان لومړي وزير كامرون  د ناټو د سرمشريزې اړوند  د هيواد  ولسي جرګې ته  معلومات وركړل.

كامرون وويل چې د داعش  ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په مسله كې د تركيې د پولو نه  د تيريدو اړوند مو د ولسمشر رجب طيب اردوغان  سره  هر اړخيزې خبرې وكړې.

كامرون وويل چې تركيې د خپلو پولو د امنيت په خاطر  ډير مهم ګامونه  پورته كړي  او زموږ سره هم هر ډول همكارۍ ته تيار  دي. تركيه  په عسكري ، استخباراتي او امنيتي مسلو كې د همكارۍ غوښتنه كوي.

كامرون وويل چې  د داعش پر وړاندې  د مبارزې  په خاطر به د كوردانو سره مرستو ته دوام وركړي. د مرستو په چوكاټ كې به د كوردانو سره هم  د وسلو مرسته وكړو او هم  به يي د سرتيرو د روزلو په برخه كې ورسره مرسته وكړو.

كامرون  ددې خبرې په ټينګار وويل چې  د داعش  سره  مبارزه بايد پخپله  د عراق د حكومت لخوا اداره شي. كامرون وويل چې  د سيمې هيوادونه به هم  د داعش پر خلاف مبارزې ته  وهڅوي.

كامرون په ولسي جرګه كې ددې پوښتنې په ځواب كې چې  د تركيې په ګډون  د ناټو غړي هيوادونه  د داعش  د ګواښونو په اړه  څه ډول  فكر كوي وويل! تركيه  د داعش د ګواښونو له امله  ډيره انديښمنه  ده  ځكه چې داعش  د تركيې پولو ته  رسيدلى  دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه