اوكراين او روسيه سره سلا شول.
د اوكراين ولسمشر پېترو پروشينكو د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ټېلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې د اوربند نه هركلى وكړ.
اوكراين او روسيه سره سلا شول.
د اوكراين ولسمشر پېترو پروشينكو د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ټېلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې د اوربند نه هركلى وكړ.
د اوكراين د ولسمشرۍ د ماڼۍ د خبري سرچينو د خبر له مخې دواړو مشرانو په د مينسك په ښار كې د تماس د درې اړخيزې ډلې د سلا مشورو نه وروسته د اوربند په اړه خبرې وكړې.
د څرګندونو له مخې پروشينكو او پوتين دواړو د اروبند د موادو د عملي كېدو نه هر كلى وكړ. د اوربند د بهير د دوام په موخه د راتلونكو اقداماتو په اړ هم بحث وشو.
همداراز دواړه خواوې د اروبند د بهير د دوام نه د څارنې په موخه د اروپا د امنيت او همكارۍ د تشكيلاتو ته د دندې د سپارلو پر سر سلا شول. همداراز سيمې ته د بشري مرستو په رسولو باندې هم ټينګار وشو.
د جمعې په ورځ د تماس درې اړخيزې ډلې چې د روسيې، اوكراين او د اروپا د امنيت او همكارۍ د تشكيلاتو نه جوړه ده د بېلاروس په پلازمېنه مينسك كې د يوې غونډې په ترڅ كې په اوكراين كې د اړوندو ښكېلو خواو ترمېنځ د اروبند په اعلانولو هوكړه وكړه.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.