داعش د یو بل تن امریکايي خبریال ستیفن سوتلوف نه هم سر پرې کړ.

د داعش ډلې د امریکايي خبریال ستیفن سوتلوف د سر پرې کولو فلم خپور کړ.

112462
داعش د یو بل تن امریکايي خبریال ستیفن سوتلوف نه هم سر پرې کړ.

داعش د یو بل تن امریکايي خبریال ستیفن سوتلوف نه هم سر پرې کړ.
د داعش ډلې د امریکايي خبریال ستیفن سوتلوف د سر پرې کولو فلم خپور کړ.
د یادولو وړ ده چې امریکايي خبریال ستیفن سوتلوف تیر کال په سوریه کې د نښتو په اړه د خبر جوړولو پر مهال لا درکه شوی وو چې تیره ورځ د داعش لخوا ووژل شو.
داعش د ۳۱ کلن امریکايي خبریال ستیفن سوتلوف د وژلو په اړه په خپره کړې ویدیو کې ګواښ کړی دی چې ددینه وروسته وار د انګلستان د یو تن وګړي دی چې ددوی سره اسیر دی .
همداشان داعش د نړۍ په هیوادونو غږ کړی دی چې د امریکا لخوا په جوړ شوي اتفاق کې برخه وانخلي .
د بله پلوه د سپینۍ ماڼۍ ویلي دي دا لا څرګنده نده چې دا ویدیو حقیقت لري او که نه.
د ویلو ده چې داعش ډلې تیره میاشت هم یو تن امریکايي خبریال جیمز فولی نه سر پرې کړی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په روانه اوونۍ کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون نه وروسته په پام کې لري چې منځني ختیځ ته سفر وکړي او د داعش پر خلاف یو قوي ایتلاف او اتفاق جوړ کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه