د لوړې په مراسمو كې به د ۷۵ هېوادونو مشران ګډون وكړي.

د لومړي وزير رجب طيب اردوغان لخوا د ولسمشر په توګه د سوګند يادونې په مراسمو كې چې دوه ورځې وروسته به ترسره شي د نړۍ د ۷۵ هېوادونو او نړيوالو ټولنو لوړپوړي چارواكي ګډون وكړي.

103968

د لومړي وزارت د خبري سرچينو د خبر له مخې د تركيې د جمهوريت د ۱۲م ولسمشر د لوړې په مراسمو كې د ګډون په موخه د هرې ورځې د تېر د نړېوالې ټولنې پاملرنه هم زياتيږي.
تر اوسه پورې د نړۍ د ۶۷ هېوادونو لوړپوړو چارواكو په مراسمو كې د ګډون خبر وركړى دى. اته نړيوالې ټولنې هم خپل استازي مراسمو ته استوي.
پدې مراسمو كې د ۱۹ هېوادونو ولسمشران، د څلور هېوادونو د پارلمان ريسان، د ۱۴ هېوادونو لومړي وزيران او د پاتې هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او مرستيالان ګډون كوي.
پدې مراسمو كې د ارمنستان د بهرنيو چارو وزير اېډوارډ نالبنديان هم ګډون كوي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه