په هند کې د اورګاډي او موټر د جنګیدو له امله ۲۱ تنه مړه شول
د هندوستان په سویل کې د بیهار په ایالت کې د یو مساپروړونکې ریل ګاډي او موټر د جنګیدو له امله د ۷ تنو ماشومانو په ګډون ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
ویل کیږي د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته موټر شاوخوا ۵۰۰ متره د ریل ګاډي لخوا راښکل شوی دی . د موټر مساپر د موټيهاري د ښار نه د یو مندر نه د راستنیدو په حال کې ول .
سربیره پردي په موټر کې هم ډیر زیات کسان سپاره ول.
هندوستان کې هره ورځ ۲۳ میلیونه تنه انسانان د ریل ګاډي سره مساپرت کوي. په هندوستان کې د ریل ګاډو په برخه کې د ځانګړې امنیت او تدابیر د نه شتون له امله وخت نا وخته دیته ورته پيښې رامنځته کیږي.
په نوموړي هیواد کې هر کال په زرګونو تنه د اورګاډو په پیښو کې ژوند د لاسه ورکوي .
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.