د ملګرو ملتونو  بشري حقونو شورا: په غزه کې د عام وژنې  څیړو

غزه کې د اسراییلو او فلسطیني ډلو ترمنځه د ۷۲ ساعته اوربند په دویمه ورځ هم د غزې خلک د خاورو لاندې د مړو په راویستو او د ټپیانو په ټپونو د پټیو ایښودو ته دوام ورکوي.

88438
د ملګرو ملتونو  بشري حقونو شورا: په غزه کې د عام وژنې  څیړو

ه غزه کې د اسراییلو او فلسطیني ډلو ترمنځه د ۷۲ ساعته اوربند په دویمه ورځ هم د غزې خلک د خاورو لاندې د مړو په راویستو او د ټپیانو په ټپونو د پټیو ایښودو ته دوام ورکوي.
د بله پلوه د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د دومداره اوربند په خاطر په قاهره کې خبرې دوام لري.
اسراییلو لوری په غزه کې د ترسره کړو عام وژنو مسله نړۍوالو محکمو ته د راکاږولو د مسلې مخنیوی کوي خو فلسطین بیا د اسراییلو پر خلاف د جنګې او بشري جنایتونو دعوا پرانیزي.
د اسراییلو مرکچیان چې په قاهره کې د دوامداره اوربند په خاطر د فلسطین لوري سره مذاکراتو ته دوام ورکوي دوه ورځې وړاندې د سلامشورو او خپلو مشرانو ته د معلوماتو ورکول په خاطر بیت المقدس ته تللي ول. اسراییلي مرکچیان یو ځل بیا قاهرې ته راستانه شوي دي .
د اسراییلو مرکچیانو د دوامداره اوربند په خاطر د حماس د ډلې د بې وسلو کولو غوښتنه کوي او ګواښ کوي که چیرې د قاهرې مذاکرات پایله ورنکړي یو ځل بیا به په غزې مځکنې عملیات پيل کړي .
حماس بیا په غزې د لګول شوي محاصرې د لرې کولو غوښتنه کوي او خبرداری ورکړی دی چې دا به وروستی اوربند وي . که چیرې روغه جوړه ونشي بیا اوربند نکوي.
په غزه کې په لسګونو زورو تنو د اوربند په ورځو کې د مړو د ښخولو او خوراکي توکو د رانیولو هڅه کوی.
یو شمیر فلسطینیان به د خاورو لاندې د خپلو توکو د راویستو هڅه کوي.
د خوراکي توکو نړۍوال سازمان غزې ته مرستې استولې او په خلکو يي وشلي دي.
د بله پلوه قطر ویلي دي چې د غزې خلکو سره به د خوراکي توکو پر ځای د خپلو کورونو د بیا جوړولو په خاطر نقدي مرسته وکړي .
قطر د نقدي مرستو سربیره د جنراتورونو او طبي سامان آلاتو او درملو د مرستې ژمنه هم کړې ده .
انګلستان د ټپیانو د درملنې په خاطر غزې ته ډاکټران استولي دي .
د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په غزه کې د اسراییلو لخوا د ترسره شوو عام وژنو د څيړولو په موخه یو درې کسیزه څیړنیزه ډله په دنده وګمارله. د نتنیاهو حکومت بیا د څیړنیزې ډلې جوړول په کلکو ټکو غندلي دي .
د اسراییلو د حکومت ویاند د څیړنیزې کمیټې غړي د اسراییلو سره په مخالفت تورن کړل.
په نوموړې کمیټه کې نامتو امریکايي هنرمند جورج کلوني ، د هغه میرمن ایمل علم الدین چې د حقوقو په برخه کې تخصص لري په دنده ګمارلې وو چې ایمل علم الدین دا وړاندیز رد کړ.
دا ډله د کاناډا د هیواد د یو تن پروفیسور ویلیم شاباس په مشرۍ د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې پورې راپور جوړوي او د بشري حقونو سازمان ته يي وړاندې کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه