په چین کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۵۸۹ تنو ته لوړه شوه.

د چین په سویل لویدیځ کې د یونان په ایالت کې د تیرې یکشنبې په ورځ د ۶ عشاریه ۵ په لویوالي سره د رامنځته شوې زلزلې له امله د مړو شمیره ۵۸۹ تنو ته لوړه شوه.

80938

د چین د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې د ټپیانو شمیره ۲۸۳۳ تنو ته رسیدلې او ۹ تنه اوس هم لا درکه دي.
په خبر کې راغلي دي چې د نوموړې زلزلې له امله څه باندې یو میلیون تنه اغیزمن شوي دي . د چین د سور صلیب کمیټې په زلزله ځپلې سیمه کې تر اوسه په خلکو د ۵ عشاریه ۴ میلیونو ډالرو نقدې پیسې ویشلې دي. همداشان په سیمه کې د ۱۵ میلیونو ینو په ارزښت مرستې هم ویشل شوي دي .
د یادولو وړ ده چې پدې سیمه کې په ۲۰۱۲ کال کې هم د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۷ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې وه چې ۸۰ تنه يي وژلې وو.
همداشان د چین د یونان په ایالت کې په ۱۹۷۰ کال کې د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې وه او لږ تر لږه ۱۵ زره تنه يي وژلې وو.

پيوندونه:

اړوند خبرونه