په لیبیا کې په روانو نښتو کې ۲۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

لیبیا د ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو خونړیزې شپې او ورځې تیروي.

77257
په لیبیا کې په روانو نښتو کې ۲۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

لیبیا د ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو خونړیزې شپې او ورځې تیروي.
د لیبیا په پلازمینه طرابلس او بنغازي ښارونو کې د رقیبو مخالفو ډلو او اردو ترمنځه د تیرو دوو اونیو راهیسې په روانو نښتو کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
یو زیات شمیر لویدیځو هیوادونو د لیبیا نه خپل ډیپلوماټان بهر کړل.
په لیبیا کې مرکزي حکومت د استقرار د ټینګولو په خاطر هڅه کوي.
د لیبیا د روغتیا وزارت ویلي دي چې په طرابلس او بنغازي ښارونو کې د تیرو دوو اونیو راهیسې په روانو نښتو کې ۲۱۴ تنه وژل شوي او ۹۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
د یادولو وړ ده چې په لیبیا کې هم په روانو نښتو کې تر ټولو زیات ماشومان زیانمن کیږي . بنغازي ښار کې په یوه چاودنه کې ۴ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړ.
تیره ورځ په طرابلس او بنغازي کې په زرګونو تنو د روانو نښتو پر خلاف مظاهرې وکړې او د لویو ښارونو نه يي د اورپکو د وتو غوښتنه وکړه .
د بله پلوه د تونس خبري اژانس ویلي دي چې د لیبیا په زرګونو تنه د روانو نښتو له امله تونس ته مخه کړې ده چې تونس د لیبیا پر مخ خپلې سرحدي دروازې وتړلې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه