په لیبیا کې د اردو او وسله والو ډلو ترمنځه ۲۴ ساعته اوربند وشو

د لیبیا اردو د الکاکا او السوایق د وسله والو ډلو سره چې د طرابلس د هوايي ډګر کنټرول په لاس کې لري د ۲۴ ساعتونو لپاره اوربند وشو.

73569
په لیبیا کې د اردو او وسله والو ډلو ترمنځه ۲۴ ساعته اوربند وشو

په لیبیا کې د اردو او وسله والو ډلو ترمنځه د ۲۴ ساعتونو لپاره موقت اروبند وشو.
د لیبیا اردو د الکاکا او السوایق د وسله والو ډلو سره چې د طرابلس د هوايي ډګر کنټرول په لاس کې لري د ۲۴ ساعتونو لپاره اوربند وشو.
په لیبیا کې د څه باندې دوو اوونیو جګړې نه وروسته اردو او وسله والو ډلو د نن سهار نه په اعتبار سره د ۲۴ لپاره د اوربند پریکړه وکړه.
د طرابلس مجلس ویلي دي چې اوربند د هوايي ډګر تر څیرمه د تیلو په دخیره کې د اورلګیدنې د وژنې په موخه شوې دی.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په جګړه کې د طرابلس د هوايي ډګر تر څیرمه د تیلو په ذخیزې د توغندي د لګیدو نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه چې حکومت د نوموړې اورلګیدنې په کنټرولو کې پاتې راغی. د لیبیا حکومت د نړۍوالې ټولنې نه مرسته وغوښته. یونان او ایټالیا په سیمه کې د نښتو د پایته رسیدو په شرط د اوروژونکو الوتکو د رالیږولو ژمنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې لیبیا په پلازمینه طرابلس او د بنغازي په ښار کې په روانو نښتو کې ۱۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
په نوموړي هیواد کې د نښتو د ډیریدو له امله امریکا، ترکیې او جرمني په څیر هیوادونو د خپلو سفارتخانو کارکوونکي تخلیه کړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه