د نايجيريا په هېواد كې تاوتريخوالى روان دى.

د نايجيريا د سويل لوديځ كې د كانو او په شمال لوديځ كې د اداماوا په ښارونو كې د بوكو حرام د اورپكو په بريدونو كې لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي دي.

73123

د عيني شاهدانو د خبر له مخې د كانو د ښار په مربوطاتو كې په دوو كليو باندې د بوكو حرام د اورپكو په بريد كې ۲۳ تنه ووژل شول. د بريد د قربانيانو زياتره برخه ښځې او ماشومان دي.
د اداماوا په ښار كې پر يوې كليسا باندې د بمي بريد په پايله كې ۵ تنه ووژل شول. پوليس وايي چې دا بريد د سن چارلس په كليسا باندې ترسره شوى دى چې پكې د دوو ښځو او يو پوليس په ګډون ۵ تنه ووژل شول.

پيوندونه:

اړوند خبرونه