امریکا: په هر صورت کې د اسراییلو نه دفاع کوو

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري حرف وویل که چیرې په نړۍواله ټولنه کې یواځې هم پاتې شو نو بیا هم به د اسراییلو نه دفاع او ملاتړ ته دوام ورکړو.

69041
امریکا: په هر صورت کې د اسراییلو نه دفاع کوو

که چیرې یواځې هم پاتې شو بیا هم به د اسراییلو نه ملاتړ ته دوام ورکړو.
دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري حرف وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري حرف وویل که چیرې په نړۍواله ټولنه کې یواځې هم پاتې شو نو بیا هم به د اسراییلو نه دفاع او ملاتړ ته دوام ورکړو.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په ورځنې خبري غونډه کې هغه پوښتنې ځواب کړې چې امریکا ولې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د اسراییلو د روانو بریدونو په اړه د څیړنیز کمیسیون د جوړولو سره مخالفت وکړ؟
نوموړې زیاته کړه هو ! امریکا د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې په غزې د روانو بریدونو په ترڅ کې د اسراییلو په اړه د نړۍوالې څیړنیز کمیسیون د جوړولو سره کلک مخالفت وکړ او مخالفه رایه يي وکاروله. نوموړي وویل چې د بشري حقونو په شورا کې تیره ورځ د نړۍوال څیړنیز کمیسیون د جوړولو په خاطر وړاندیز په اصل کې د اسراییلو پر خلاف وروستی اقدام دی.
دا چې دا څیړنیز کمیسیون یواځې د اسراییلو د بریدونو د څیړونو په موخه جوړیږې د همدې امله امریکا ورسره مخالفت څرګند کړ.
همداشان یو خبریال وویل امریکا یواځنې هیواد وو چې مخالفت يي وکړ ددې لامل څه دی ؟ زیاته کړه ! په اصل کې ۱۷ اروپايي هیوادونو هم بې طرفه رایې وکارولې. لکه څرنګه چې مو مښکې هم په کراتو ویلي دي امریکا د اسراییلو نه ملاتړ ته دوام ورکوي.
که چیرې امریکا په نړۍوالې ټولنه کې یواځې هم پاتې شي بیا هم د اسراییلو نه ملاتړ او دفاع ته به دوام ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه