د کډوالو عالي کمشنرۍ په اروپا د سوري کډوالو سره د لا زیاتې مرستې

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په اروپا د سوري کډوالو سره د لا زیاتې مرستې او د لا زیاتو سوري کډوالو د منلو غږ وکړ.

127073
د کډوالو عالي کمشنرۍ په اروپا د سوري کډوالو سره د لا زیاتې مرستې

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په اروپا د سوري کډوالو سره د لا زیاتې مرستې او د لا زیاتو سوري کډوالو د منلو غږ وکړ.
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي دي چې د سوريې نه ګاونډیو هیوادونو ته د کډه شوو سوري کډوالو شمیره د درې میلیونو تنو نه اوښتې ده . کمشنرۍ په اروپايي هیوادونو چې یواځې ۳۱ زره ته سوري کډوال يي قبول کړي نیوکه وکړه .
په څرګندونو کې راغلي دي چې لبنان د خپل څلورنیم میلیون تنو نفوس سره یو میلیون او سل زره تنه سوري کډوال منلي دي خو داچې د اروپا نفوس ۶۷۰ میلیونه تنه دی یواځې ۳۱ زره تنه کډوالو ته يي ځای ورکړی دی .
په څرګندونو کې ویل شوي دي چې ګاونډیو هیوادونو ته د سوري کډوالو کډه کیدل د خپل د حد نه تیر شوي دي چې د همدې امله د اروپا نه غوښتنه کیږي چې لا زیات سوري کډوالو ومني.
په څرګندونو کې په ځانګړې توګه بلغاریا ، یونان او اسپانیا ته په اشارې سره ویل شوي دي چې د نوموړو هیوادونو پولو ته د سوري کډوالو د کښتیو د ننوتو سره سم هغوې دا کښتۍ بیرته ستنوي. په همدې چوکاټ کې د جنوري په میاشت کې په یوې کښتې کې چې د یونان د سمندري پولیسو لخوا په مخه شوې وه ډوبه شوه او له امله يي د ۱۲ ښځو او ماشومانو په ګډون یو زیات شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ.
په څرګندونو کې روسیه چې یو تن سوري کډوال يي ندی منلی او هغه ۱۲ تنه سوري کډوال چې د روسیې په هوايي ډګر کې ښکته شوي ول بیرته خپل هیواد ته واستول د نړۍوالو قوانینو په خپو لاندې کولو تورن کړی دی


پيوندونه:

اړوند خبرونه