ملګري ملتونه : د سوري کډوالو لپاره ۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو

ملګروملتونو سازمان د سوري کډوالو سره د ۲۰۱۴ کال د بیړنۍ مداخلې پلان اعلان کړ.

118398
ملګري ملتونه : د سوري کډوالو لپاره ۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو

ملګروملتونو سازمان د سوري کډوالو سره د ۲۰۱۴ کال د بیړنۍ مداخلې پلان اعلان کړ.
په پلان کې راغلي دي چې اټکل شوی دی چې د ۲۰۱۴ کال تر وروستیو په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې له امله په ګاونډیو هیوادونو کې د سوري کډوالو شمیره ۳ میلیونه ۶۰۰ زرو تنو ته ورسیږي.
ملګروملتونو سازمان دا پلان په جینیوا کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ. د ملګروملتونو چارواکیو وویل چې د روان کال د جون په میاشت کې په ترکیه کې د سوري کډوالو شمیره ۷۶۵ زره ۵۶۰ تنه وه چې د هرې ورځې په تیریدو سره دا شمیره په چټکۍ سره لوړیږي. آټکل شوی دی چې د روان کال تر پایه په ترکیه کې د سوري کډوالو شمیره د یو میلیون تنو نه واوړي.
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په مرستندویه هیوادونو غږ وکړ چې په ترکیه ، لبنان، عراق او مصر کې د سوري کډوالو سره د مرستو د پروګرام د مخ ته بیلو په خاطر درې میلیاردو ډالرو ته اړتیا لیدل کیږي. کمشنرۍ په مرستندویه هیوادونو د لا زیاتو مرستو غږ وکړ.
د بله پلوه د ملګروملتونو د ماشومانو سازمان یونسف ویلي دي چې سوریه کې روانې کورنۍ جګړۍ په څه باندې ۶ میلیونو تنو ماشومانو مستقیمې او ناړه اغیزې کړي دي.
ویل کیږي دا رقم د تیر کال په پرته درې برابره لوړ شوی دی . همداشان د ۲ میلیونو او ۹۰۰ زرو تنو سوري کډوالو یو میلیون يي ماشومان دي .
یونسف هم ویلي دي چې د سوریې په ګاونډیو هیوادونو کې د سوري کډوالو د ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر ۷۷۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې دم ګړۍ یواځې ۳۷ سلنه مرسته په لاس کې لري.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې څه باندې ۱۶۲ زره تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .



پيوندونه:

اړوند خبرونه