تونې بلیر د مصر د ولسمشر د سلاکار په توګه د دندې د ترسره کولو اد

د انګلستان پخواني لومړي وزیر توني بلیر هغه ادعاګانې رد کړې چې ګواکې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د کاري فرصتونو او اقتصادي مسلو په برخه کې د سلاکار په توګه کار کوي.

117730
تونې بلیر د مصر د ولسمشر د سلاکار په توګه د دندې د ترسره کولو اد

د انګلستان پخواني لومړي وزیر توني بلیر هغه ادعاګانې رد کړې چې ګواکې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د کاري فرصتونو او اقتصادي مسلو په برخه کې د سلاکار په توګه کار کوي.
توني بلیر د خپلې رسمي ویبپاڼې له لارې په خپرې کړې خبرپاڼه کې د ګاردین د ورځپاڼې لخوا د السیسي سره د سلاکار په توګه د کارکولو په اړه خپور شوی خبر په کامله توګه د حقیقت نه لرې وباله. بلیر ویلي دي دا خبر حقیقت نلري .
بلیر په څرګندونو کې ویلي دي د مصر نوی ولسمشر السیسي سره باید په هیواد کې په بریالیتوب سره د اصلاحاتو د ترسره کولو په مسله کې نړۍواله ټولنه مرسته وکړي ځکه چې نوموړی هیواد د نړۍ او سیمې لپاره ځانګړې اهمیت لري.
بلیر وویل لکه څرنګه چې مې ددینه مښکې هم یادونه کړې ده که چیرې امکان ولري چې پدې برخه کې د مصر سره مرسته وشي زه هر ډول مرستې ته تیار یم.
بلیر ویلي دي چې د مصر سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو نه زما موخه البته چې کاري فرصتونو په اړه ندي او بل دا چې د هغه شرکت چې نوموړی استازیتوب کوي په مصر کې هیڅډول سوداګریزې اړیکې نلري.
د بله پلوه د نوموړې ورځپاڼې چارواکیو ویلي دي چې بلیر د مصر سره د پیسو د پیدا کولو او هم د سوداګریزو اړیکو د قوي کولو سره څیر کومه ارتباط نلري.
د ګاردین ورځپاڼې تیره ورځ پدې اړه په خپور کړي یو خبر کې ویلي وو چې تونې بلیر د عربي آماراتو لخوا د تمویل شوي یو پروګرام په چوکاټ کې د کاري فرصتونو او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د السیسي سلاکاري منلې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه