د چین پولیسو ۱۳ تنه برید کوونکي ووژل
د چین د شینجان په خودمختاره په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز د برید له امله ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
101838
د چین د شینجان په خودمختاره په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز د برید له امله ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د چین د چارواکیو په وینا نن د سهار په ساعتونو کې کاشفر په سیمه کې یو شمیر برید کوونکو د موټرو سره د پولیسو مرکز ته ننوتل او په مرکز يي د چاودیدونکو توکو بریدونه وکړل.
په برید کې درې تنه پولیس ټپیان شول. وروسته په برید کوونکو ډزې وکړې چې له امله يي ۱۳ تنه برید کوونکي ووژل شول.
د چین چارواکیو ویلي دي چې وژل شوي ټول برید کوونکي دي او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی رسیدلی .
د یادولو وړ ده چې د چین حکومت تیره اوونۍ هم ۱۳ تنه په شینجان سیمه کې په حکومتي ودانیو او هوټلونو د بریدونو په تور اعدام کړل.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.