پوروشینکو د سولې د پلان په جوړولو پیل کړی دی

د اوکراین په ختیځ کې تاوتریخوالی دوام لري.

101295
پوروشینکو د سولې د پلان په جوړولو پیل کړی دی

د اوکراین په ختیځ کې تاوتریخوالی دوام لري. د بله پلوه اوکراین ویلي دي چې د جون په ۲۷ به د اروپايي ټولنې سره د ګډ شراکت تړون لاسلیک کړي.
د اوکراین د اردو ۷ تنو سرتیرو د هیواد په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو روسانو سره په نښته کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
د اوکراین ولسمشر پترو پوروشینکو د هیواد د ختیځو سیمو په اړه د سولې پلان په جوړولو پیل کړی دی .
اوکراین ولسمشر په پام کې لري چې د هیواد په ختیځو پولو کې لس کیلومتره په مساحت سره بې طرفه سیمه جوړه کړي.
ددې مسلې وه موخه په اصل کې د روسیې نه د روس پلوو لخوا د مرستو د ترلاسه کولو مخنیوی دی.
ویل کیږي د بې طرفه سیمې جوړول د سولې د پلان یوه برخه ده . پورشینکو په پام کې لري چې پارلماني او سیمه يي ټاکنې د وخت نه وړاندې وکړي او د هیواد په ختیځ کې ټول هغه بیلتون غوښتونکو ته د یرغمل کړي کسان خوشې کړي عمومي بښنه اعلان کړي.
ویل کیږي د اوکراین ولسمشر پوروشینکو د روسیې د ولسمشر سره د ټیلیفون په کرښه خبرې کړي او د هغه نه يي د سولې د پلان نه د ملاتړ غوښتنه کړې ده .
د اوکراین په ختیځ کې نښتې هم دوام لري.
د اوکراین اردو ویلي دي چې په وروستیو نښتو او عملیاتو کې ۳۰۰ تنه بیلتون غوښتونکي وژلي دي. همداشان پدې نښتو کې د ۷ تنو سرتیرو د وژل کیدو نه هم خبر ورکړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه