په نایجریا کې برید ۱۳ تنه ووژل

د نایجریا په شمال کې د داماتورو په کلي کې د تلویزیون له لارې د فوټبال د نړۍوال جام د سیالیو د نندارې په موخه د راټولو شوو کسانو په څنګ کې ځانمرګی برید وشو چې له امله يي لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

98823

ویل کیږي په سیمه کې خلک چې د برازیل او مکسیکو ترمنځه د سیالۍ د نندارې لپاره راټول شوي ول په څنګ په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي توکي وچول شول.
د سیمې د روغتون د معلوماتو له مخې په وژل شوو کسانو کې ماشومانو هم شتون لري.
د بوکوالحرام ډله چې په نایجریا کې د دا ډول بریدونه مسوله ګڼل کیږي په هغه سیمو چې خلک پکې د فوټبال د نندارې په موخه راټولیږي په ترسره کړو بریدونو کې ۴۰ تنه وژلي دي

پيوندونه:

اړوند خبرونه