اوباما بغداد ته د ۲۷۵ تنو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه

97273
اوباما بغداد ته د ۲۷۵ تنو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د عراق پلازمینې بغداد ته ۲۷۵ ته سرتیري استوي.
اوباما په بغداد کې د خپل سفارت او پرسونل د امنیت د ساتلو په موخه سیمې ته د ۲۷۵ تنو سرتیرو د لیږولو پریکړه وکړه.
ولسمشر اوباما د مسلې اړوند د ولسي جرګې او ثنا ولسمشرانو ته جلا جلا لیکونه استولي دي . اوباما په لیک کې لیکلي دي زه پوره باور لرم چې د کانګرس غړي به په بغداد کې د امریکا د سفارت او پرسونل د لا ښه امنیت د ټینګولو په موخه سیمې ته د سرتیرو د استولو د مسلې نه پوره ملاتړ وکړي .
په لیک کې ویل شوي دي چې په یاد شوي امریکايي سرتیري به په عراق کې د امنیتي پلوه د ټولو اندیښنو د لمنځه تلو پورې په نوموړي هیواد کې پاتې شي.
همداشان سپینې ماڼۍ لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې امریکايي سرتیري د عراق د حکومت د رضایت په اساس نوموړي هیواد ته داخلیږي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه