د زړې صومعې په بڼ کې د ۸۰۰ ماشومانو مړي وموندل شول

83241
د زړې صومعې په بڼ کې د ۸۰۰ ماشومانو مړي وموندل شول

په ایرلنډ کې د یوې صومعه په بڼ کې د ۸۰۰ ماشومانو مړي وموندل شول.
د ۸۰۰ تنو ماشومانو مړي د ایرلنډ په لویدیځ کې د توام په کلي کې د یوې زړې صومعې په بن کې موندل شوي دي . د ویلو ده چې صومعه په ګډه د راهبانو د اوسیدو مکان او عبادتخانې ته وايي.
ویل کیږي یادې شوې صومعې د ۱۹۲۵ او ۱۹۶۱ کلونو ترمنځه فعالیت کولو چې پدې موده کې د سیمې ټولې هغه ښځې چې په نامشروع ډول به میندوارې کیدلې دې صومعې ته به يي پناه راوړله.
دې ښځو به پدې کششخانه کې خپل نامشروع ماشومان زیږول او وروسته به بیرته ښار ته ستنیدې. نوموړو ښځو به خپل نامشروع ماشومان په صومعه کې پریښودل.
همداشان په صومعه کې به دې ماشومانو ته هیڅ پاملرنه نه کیده . ځیني ماشومان به يي پلورل او پاتې به دلته ساتل کیدل.
ویل کیږي د موندل شوو ماشومانو مړي په عدلي طب کې د څیړونو لاندې نیول شوي دي . ډیری ماشومانو د ولګې او ناروغیو له امله مړه شوي دي چې وروسته په بن کې خښ کړی شوي دي.
د نوموړو ماشومانو د مړو موندل کیدو په ایرلنډ کې سخت غبرګونونه پارولي دي . حکومت بیا مسلې اړوند څیړنې پيل کړي دي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه