په اوكراين كې د ولسشمرۍ ټاكنې پېتر پوروشينكو وګټلې.

نوموړي همداراز څرګنده كړه چې د روسيې لخوا د كريميا د خودمختاره سيمې الحاق به په رسميت ونه پېژني.

74081
په اوكراين كې د ولسشمرۍ ټاكنې پېتر پوروشينكو وګټلې.

په اوكراين كې د ولسشمرۍ ټاكنې پېتر پوروشينكو وګټلې.
په اوكراين چې د روسيې سره د ناندريو له امله تاوتريخوالى دوام لري د ولسمشرۍ په ټاكنو كې پېتر پوروشينكو د ۵۵،۹ سلنې رايو په ترلاسه كولو سره په لومړي پړاو كې ټاكنې وګټلې.
پوروشينكو خبريالانو ته وويل چې د هېواد په ختيځ كې د روس پلوو اورپكو سره به تر هغه خبرو ته كېنني چې نوموړي وسلې پر ځمكه كېنږدي.
نوموړي همداراز څرګنده كړه چې د روسيې لخوا د كريميا د خودمختاره سيمې الحاق به په رسميت ونه پېژني.
د بله پلوه د روسېې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف څرګنده كړه چې د اوكراين د نوي ټاكل شوي ولسمشر سره خبرو اترو ته تيار دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په اوكراين كې د ټاكنو نه دمخه ويلي ول چې د نوموړي هېواد د ټاكنو پايلو ته به درناوى وكړي او نوي ټاكل كېدونكي ولسمشر سره په ګډه كار ته تيار دى.

د بله پلوه د دونتسك په ښار كې روس پلوو وسله والو ځواكونو څرګنده كړه چې د نوموړي ښار هوايي ډګر يې نيولى دى. 

ددې پېښې نه وروسته د اوكراين هوايي ځواكونو په سيمه كې عمليات پيل كړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه