په چین کې د سینجان د مسلمانانو په سیمه کې چاودنو ۳۱ تنه مړه او څ

د چین د سینجان د اویغورانو د خودمختارې سیمې په پلازمینه اورومچي کې په بازار کې چاودنو لږ تر لږه ۳۱ تنه مړه او ۹۰ تنه نور ټپیان کړل.

70813
په چین کې د سینجان د مسلمانانو په سیمه کې چاودنو ۳۱ تنه مړه او څ

د چین د سینجان د اویغورانو د خودمختارې سیمې په پلازمینه اورومچي کې په بازار کې چاودنو لږ تر لږه ۳۱ تنه مړه او ۹۰ تنه نور ټپیان کړل.
ویل کیږي د برید کوونکو موټر چې د چاودیدونکو توکو نه بار وو په سیمه کې د بل موټر د جنګیدو نه وروسته چاودیدونکي توکي بازار ته ګوزار کړل.
وروسته چاودنې رامنځته شوې. د ویلو ده چې په سیمه کې لس پرله پسې چاودنې شوي دي .
د چاودنو نه وروسته په سیمه کې اورلګیدنې رامنځته شوې او د سیمې نه تور لوګي پورته کیدل.
د پیښې نه وروسته د سیمې ټولې دخولي او خروجي درواړې وتړل شوې او د سیمې د کنټرول لاندې ونیول شوه.
د چین د کورني امنیت تشکیلاتو ددې بریدونو نه د ترهګریزو بریدونو په توګه یادونه کړې ده .
د ویلو ده چې چین د روانې اوونۍ په دننه کې د سیکا د نړۍوالې غونډې کوربه توب هم کولو. د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو ولسمشران او لوړپوړي چارواکي په یاده شوې غونډه کې د ګډون په موخه چین ته تللي وو.

 

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه