د لیبیا لومړي وزیر په جګړه کې ښکیلې خواوې خبرو اترو ته راوبللې

د لیبیا لومړي وزیر احمد ماتیق په هیواد کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو د ډیالوګ او مذاکراتو غږ وکړ.

71355
د لیبیا لومړي وزیر په جګړه کې ښکیلې خواوې خبرو اترو ته راوبللې

د لیبیا لومړي وزیر احمد ماتیق په هیواد کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو د ډیالوګ او مذاکراتو غږ وکړ.
د لیبیا لومړي وزیر احمد ماتیق د لومړي وزیر په توګه په دنده د ګمارل کیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره په یوې خبري غونډه کې ګډون وکړ.
لومړي وزیر ماتیق وویل چې هیواد په ډیر سختو او حساسو شرایطو کې قرار لري او نن ورځ چې کومه اداره او نظم شتون لري دا په اصل کې د تیرو دریو کلونو لاسته راوړنې دي.
ماتیق په هیواد کې په ټولو خواوو د خبرو اترو او مذاکراتو غږ وکړ.
د بله پلوه په لیبیا کې متقاعد جنرال خلیفه حفتار ادعا کوي چې موقت حکومت د لیبیا د خلکو د غوښتنو په پرځای کولو کې پاتې راغلی دی .
خلیفه حفتار ادعا کوي چې د لیبیا په ملي شورا کې ترهګرو ځالې جوړې شوي دي او دا ځالې به لمنځه وړي.
همداشان خلیفه حفتار وايي تر کومه چې په هیواد کې ټاکنې کیږي تر هغه وخته باید ټول واک د ولسمشرۍ شورا ته وسپارل شي.
د بله پلوه د لیبیا د علماو او د فتواګانو شورا په هیواد کې د روانو ستونزو او نښتو اړوند څرګندونې کړي دي .
د علماوو لخوا په شوو څرګندونو کې د حفتار د ځواکونو د فعالیتونو نه د هیواد دولتي ادارو ته د یوې سختې ضربې په توګه یادونه شوې ده .
په څرګندونو کې د لیبیا په ټولو خلکو غږ شوی دی چې د هرې هغې ډلې پر وړاندې مقامت وکړي چې خپلې غوښتنې د وسلو په زور بیانوي او تحمیلوي.
همداشان عرب لیګ د لیبیا د روانو ستونزو او نښتو په اړه نن بیړنۍ غونډه کوي.

 



پيوندونه:

اړوند خبرونه