په نایجریا کې په دوو جلا جلا چاودنو کې ۱۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د نایجریا د جوس په ښار کې په یو بازار کې د خلکو د ګڼه ګوڼې په منځ کې په دوو جلا جلا چاودنو کې ۱۱۸ تنه مړه او ۴۵ تنه نور ټپیان شول.
د نایجریا د جوس په ښار کې په یو بازار کې د خلکو د ګڼه ګوڼې په منځ کې په دوو جلا جلا چاودنو کې ۱۱۸ تنه مړه او ۴۵ تنه نور ټپیان شول.
د ویلو ده چې د جوس په ښار کې په یو بازار کې په دوو موټرو کې پرله پسې چاودنې رامنځته شوې چې سیمه ېې د وینو په جهیل بدله کړه.
د بریدونو مسولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی چې آټکل کیږي چې د بوکوالحرام د ترهګرې ډلې لخوا شوي وي.
د بله پلوه د نایجریا حکومت د ملګروملتونو د امنیت شورا د بوکوالحرام سازمان په ترهګریزونو سازمانونو کې د شاملو او د یاد شوي سازمان د مال او دارايي ګانو د کنګولو وړاندیز کړی دی . په وړاندیز کې راغلي دي چې د بوکوالحرام سازمان چې یو څه موده وړاندې څه باندې ۲۰۰ د ښوونځي زده کوونکې انجوني تښتولي دي په هغه لست کې شامل کړي چې له مخې د القاعدې په سازمان د وسلو بندیز لګیدلی دی او مال او دارايي ګانې کنګل شوي دي .
ویل کیږی د امنیت شورا سبا په نوموړي وړاندیز غور کوي . که چیرې وړاندیز د کوم غړي لخوا رد نشي د بوکوالحرم ډله به د ترهګریزو سازمانونو په لست کې شامله کړی .