په بنګلادیش کې د کښتې د ډوبیدو له امله ۲۸ تنه مړه او سلو تنه نور
په بنګلادیش کې د یوې کښتې د ډوبیدو له امله د مړو شمیره ۲۸ تنو ته لوړه شوې ده .
په بنګلادیش کې د یوې کښتې د ډوبیدو له امله د مړو شمیره ۲۸ تنو ته لوړه شوې ده .
په بنګلادیش کې یوه کښتې چې شاوخوا ۲۰۰ تنه پکې سپاره ول ډوبه شوه . د ژغورنې ډلو د ۷۵ تنو د ژغورلو نه خبر ورکړی دی . ویل کیږي پدې پیښه کې د سلو تنو د وژل کیدو آټکل شوی دی .
یاده شوې کښتې چې د پلازمینې ډاکا نه د شریعتپور په لورې روانه وه د توپاني هوا له امله د میغانا په نهر کې ډوبه شوه . ویل کیږي په کښتې د سپرو ۲۰۰ تنو نه ۴ تنو د لامبو سره ځانونه ژغورلي دي او ۳۵ تنه نور بیا د ژغورنې ډلو لخوا ژغورل شوي دي.
د ژغورنې ډلو د ۲۸ تنو مړي موندلی دي او پاتې کسان لا درکه دي. د لا درکه شوو کسانو نه امیدونه پري شوي دی .
د یادولو وړ ده چې په بنګلادیش کې سمندري ټرانسپورت د ټرانسپورت په برخه کې ډیر مهم ځای لري. په نوموړي هیواد کې وخت نا وخته دیته ورته پیښې رامنځته کیږي او په سلګونو تنه پکې ژوند د لاسه ورکوي.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719008854)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.