په نایجریا کې د بوکوالحرام د ۲۰۰ تنو اورپکو د وژلو ادعا شوې
په نایجریا کې د بوکوالحرام د ډلې د شاوخوا ۲۰۰ تنو اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
په نایجریا کې د بوکوالحرام د ډلې د شاوخوا ۲۰۰ تنو اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د بوکوالحرام د ترهګرۍ ډلې اورپکو د بورنو به ایالت یو ځل بیا برید وکړ چې په شا تنبول شول او ۲۰۰ تنه يي ووژل شول.
د نایجریا د امنیتي ځواکونو او عیني شاهدانو له قوله د بوکوالحرام د ترهګرۍ ډلې اورپکو د کامرون سره په پولو کې د کالابالګي په کلي کې د زریهدارو ګاو او درندو وسلو سره برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو لخوا په شا وتنبول شول.
د نایجریا یو تن امنیتي چارواکي وویل کله چې د بوکوالحرام د ډلې د برید نه يي خبر شول سمدلاسه يي د سیمې خلکو ته خبر ورکړ او د سیمې خلک د ځان نه د دفاع په خاطر اماده کړې شول.
نوموړي چارواکي وویل د جګړې نه وروسته يي په سیمه کې په سلګونو مړي لیدلي دي.
ویل کیږي د نښتې نه ورسته یو کلي کې ۵۰ مړي او په بل کلي کې ۱۵۰ مړي لیدلي دي .
ویل کیږي دا ټول مړي د ترهګرو مړي دي . د بله پلوه د عینې شاهدانو ویلي دي چې د سیمې خلکو د اورپکو اړوند درې موټرې او یو عسکري لوی ګاډی د سپرو اورپکو سره ونیول او امنیتي ځواکونو ته يي وسپارل.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718993263)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.