د نړۍ هېوادونو تركيې ته د تسليت پيغام وړاندې كړ

د امريكا متحدو ايالتونو په تركيه كې د ډبرو د سكرو په كان كې د ناورين له امله د تسليت پيغام وړاندې كړ.

67592
د نړۍ هېوادونو تركيې ته د تسليت پيغام وړاندې كړ

د امريكا متحدو ايالتونو په تركيه كې د ډبرو د سكرو په كان كې د ناورين له امله د تسليت پيغام وړاندې كړ.
د مانيسا د ولايت د سوما په ولسوالۍ كې د ډبرو د سكرو د كان د ناورين په اړه د امريكا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت د شورا د ټويټر په رسمي حساب كې د يو پيغام له مخې د ناورين د قربانيانو كورنيو ته د تسليت پيغام وړاندې شوى دى. پدې پيغام كې راغلي دي چې د پاتې كارګرانو د ژغورنې هيله لرو.``
د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت وياندې جن ساكي هم پخپل خپور كړي پيغام كې څرګنده كړه چې په تركيه كې د كان د ناورين په پايله كې د وژل شوو قربانيانو كورنيو ته خپل د تسليت پيغام وړاندې كوو. هيله لرو چې پاتې كاګران ډېر ژر وژغورل شي.
په سوما كې د ناورين له امله د آذربايجان ولسمشر الهام علي اېف ولسمشر عبدالله ګل او لومړي وزير رجب طيب اردوغان ته د تسليت پيغامونه وړاندې كړل.
علي اېف پخپل پيغام كې څرګنده كړه چې ددې ناورين له امله د ژور خفګان احساس كوي او د تركي ملت په غم كې ځان شريك بولي. په پيغام كې راغلي دي چې تاسې، د پېښې د قربانيانو كورنيو او خپلو خپلوانو، او تركي ولس ته د خپل ځان او د آذربايجان د ولس په استازيتوب د تسليت پيغام وړاندې كوو. ټپي شوو كسانو ته د روغتيا هيله لرم.
د اروپا د پارلمان د سوسيالستې ډلې مشر هانس سووبودا هم د ټويټر له لارې تركي ولس ته د تسليت پيغام وړاندې كړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه