اكراين په ختيځ كې د دو نتسك او لوهانسك په ښارونو كې پرون ټولپوښت

د دونتسك په ښار كې د غير رسمي شمېرو له مخې د خلكو شاوخوا ۹۰ سلنې د خپلواكۍ غوښتنه كړې ده. په ورته ډول د لوهانسك خلكو هم ورته پرېكړه كړې ده.

66392
اكراين په ختيځ كې د دو نتسك او لوهانسك په ښارونو كې پرون ټولپوښت

اكراين په ختيځ كې د دو نتسك او لوهانسك په ښارونو كې پرون ټولپوښتنه ترسره شوه.
د دونتسك په ښار كې د غير رسمي شمېرو له مخې د خلكو شاوخوا ۹۰ سلنې د خپلواكۍ غوښتنه كړې ده. په ورته ډول د لوهانسك خلكو هم ورته پرېكړه كړې ده.
د لومړنيو پايلو له مخې په سيمه كې روس پلوو اوسيدونكو د خوشالۍ مراسم جوړ كړل.
ويل كيږي چې د رايې اچوونې په يو زيات شمېر مركزونو كې د رايي اچوونې لپاره جلا كابين او مهر نه وو. همداراز په ځينو سيمو كې د اوكراين سره د يو ځاى كېدو پلويانو ته د رايې اچوونې اجازه هم ورنكړل شوه.
د لوهانسك د ښار په يو كلي كې د اوكراين د ملي ساتونكو ځواكونو د سيمې د ښاروالۍ ودانۍ ته څېرمه په خلكو ډزې وكړې چې په پېښه كې يو تن ووژل شو.
د بله پلوه د امريكا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې څرګنده كړه چې د ټولپوښتنې پايلې به ونه مني.


پيوندونه:

اړوند خبرونه