امریکا په نایجریا کې د تښتول شوو انجونو د ژغورلو په خاطر په حرکت

د امریکا متحده ایالتونو په نایجریا کې د بوکوالحرام د ترهګریزې ډلې لخوا د تښتول شوو څه باندې ۲۰۰ تنو انجونو د ژغورنې لپاره په هلو ځلو پیل وکړ.

63430
امریکا په نایجریا کې د تښتول شوو انجونو د ژغورلو په خاطر په حرکت

د امریکا متحده ایالتونو په نایجریا کې د بوکوالحرام د ترهګریزې ډلې لخوا د تښتول شوو څه باندې ۲۰۰ تنو انجونو د ژغورنې لپاره په هلو ځلو پیل وکړ.
د یادولو وړ ده چې د بوکو الحرام د ترهګریزې ډلې مشر ابوبکر شیکاو تیره ورځ په خپور کړي ویدیويي پیغام کې د یادو شوو انجونو د پلورلو ګواښ وکړ.
د بوکوالحرام د ترهګریزې ډلې د مشر دې پیغام د نایجریا سربیره په ټوله نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي . د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې ددې ضد بشري عمل د غندنې په موخه د انټرنټ له لارې کمپاینونه پیل شوي دي .
همداشان امریکا هم نایجریا ته یو ځانګړې هیت استولی دی .
نایجریا ته په استول شوي امریکايي هیت کې د عسکرو سربیره د برمته شوو د ژغورنې په برخه کې متخصص ملکي پرسونل هم شتون لري.
د بله پلوه واشنګټن ویلي دي چې د نوموړو تښتول شوو انجونو د موندنې د چارو د تنظیم په موخه به په ابوجه کې به خپل سفارت کې یو ځانګړې مرکز جوړ کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نوموړې پیښې په اړه وویل چې زه هیله لرم چې ددې پیښې سره نړۍواله ټولنه د یاد شوي ترهګریز سازمان پر خلاف په حرکت پیل وکړي.
د ویلو ده چې د بوکوالحرام ترهګریزې ډلې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د نایجریا په شمال ختیځ کې د بورنو په ایالت کې د انجونو د یوې لیلې نه ۲۷۶ تنه زده کوونکې وتښتولې.
همداشان د تښتول شوو ۲۷۶ تنو نه ۵۳ تنه د تښتونکو د منګولو نه په تیښته بریالي شوي دي .
۲۲۳ تنه انجونې اوس هم د یاد شوي ترهګریزې ډلې سره بندیانې دي.
د بله پلوه ویل کیږي د تیرې یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ۸ انجونې د یادې شوې ډلې نه په تیښته بریالۍ شوي دي .

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه