حماس د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک نه چې په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه کوي ملاتړ وکړ
د فلسطین مقاومت غورځنګ حماس ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک د تصویب هرکلی کوي چې په غزه کې د دایمي اوربند، له هغه ځایه د اسرائیلو بشپړ وتلو، د بندیانو تبادله، د سیمې بیارغونه او د خلکو بیرته ستنیدل په کې شامل دي.

د حماس له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه غورځنګ چمتو دی، چې د فلسطین د خلکو له غوښتنو او مقاومت سره سم د دغو اصولو د عملي کولو په برخه کې له منځګړو سره په غیر مستقیمو خبرو اترو کې همکاري وکړي.
په اعلامیه کې همدا راز ټینګار شوی چې حماس به د خپلو ملي حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي، چې په کې د اسرائیلو د ماتې، خپل وطن ته د فلسطینیانو بیرته ستنیدل او د یو بشپړ خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره چې بیت المقدس یې د پلازمینې په توګه په بشپړه توګه حاکمیت او د ځان د ارادې حق ولري."
د ملګروملتونو د امنیت شورا د می په ۳۱ د امریکا د ولسمشر جو بایډن لخوا اعلان شوي د درې مرحلو وړاندیز نه د ملاتړ په موخه پریکړه لیک مسوده ومنله ، کوم چې په لومړي مرحله کې په غزه کې د سمدستي اوربند وړاندوینه کوي.
د ویلو ده چې دا پریکړه لیک د امنیت په شورا کې د رایو په اکثریت سره ومنل شوه. د پریکړه لیک د مسودې په اړه په رای اچونه کې د ۱۵ غړیو څخه ۱۴ موافقه او روسیې سپینه رای وکاروله.