د حزب الله لخوا پر اسرائیلو پرله پسې بریدونه شوي دي.
د حزب الله لخوا پر اسرائیلو غبرګ بریدونه
![د حزب الله لخوا پر اسرائیلو پرله پسې بریدونه شوي دي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/657d/18c7/5ceb/6667fa1348d7a.jpg?time=1722045223)
د حزب الله لخوا پر اسرائیلو پرله پسې بریدونه شوي دي.
حزب الله ډلې د اسرائیلو اړوند د یوې پرمختللې هرمیس 900 ډوله بې پيلوټه الوتکې د ویشتلو په اسرائیلو کې پر یوې پوځي هډې د ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو سره د برید کولو نه خبر ورکړی دی.
ویل کیږي د حزب الله ډله توانیدلی چې د لبنان په هوايي حریم کې د اسرائیلو د هرمیس 900 ډوله بې پیلوټه الوتکه په نښه کړي. حزب الله ویلي دي چې د اسرائیلو دا بې پیلوته الوتکه يي د لبنان په جنوب کې د ریحان په سیمه کې ویشتلې او غورځولې ده . حزب الله ویلي دي "زموږ مجاهدین لکه ښکاریان چې مرغان ښکاروي داسې د اسرائیلو بې پیلوته الوتکې ښکاروي." د اسرائیلو پوځ د خپلې بې پيلوټه الوتکې د ویشتل کیدو خبر تایید کړی دی.
د اسرائیلو پوځ او اسرائیلي رسنیو تایید کړه چې غورځیدلې الوتکه د هرمیس 900 ډوله بې پیلوټه الوتکه وه. حزب الله تیره اونۍ هم د اسرائیلو اړوند یوه بله هرمیس 900 دوله الوتکه د بورکان توغندی په وسیله ویشتلی وو. حزب الله نن په شمال کې د اسرائیلو پر پوځي اډو د ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. ویل شوي، چې د برید په پایله کې د اسرائیلي پوځیانو په ګډون څو تنه مړه او ټپیان شوي دي. حزب الله د ویشتل شوې اسرائیلي الوتکې فلم هم خپور کړی دی.
د ویلو ده چې د اکټوبر له اتمې نیټې راهیسې د اسرائیلي پوځ او حزب الله غورځنګ تر منځ په نښتو کې ۳۳۳ د حزب الله غړي، ۶۵ لبنانیان، ۱۹ امل غورځنګ، ۱۳ حماس، ۱۵ د اسلامي جهاد غړي، ۱۴ اسرائیلي پوځیان او ۱۰ اسرائیلي ولسي وګړي وژل شوي دي.