د اسرائیلو د جګړې د کابینې غړي بیني ګانتز استعفا وکړه.

د اسرائیلو د جګړې د کابینې غړي بیني ګانتز اعلان وکړ چې هغه د غزې په تړانګه کې د خپل هیواد د نسل وژنې جګړې په اتمه میاشت کې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د بیړني حکومت څخه استعفا وکړه.

2150773

بیني ګانټز په یوه خبري کنفرانس کې وویل "په خواشینۍ سره، زه له حکومت څخه خپله رسمي استعفا اعلانوم."

ګانټز وویل چې نتنیاهو د اسرائیل د "ریښتینې بریا په لور حرکت" مخه نیسي  او هغه د سیاسي ملحوظاتو پراساس پریکړې کوي.

ګانټز پر نتنیاهو غږ وکړ چې ژر تر ژره ټاکنې وکړي او د دفاع وزیر یوف ګالنټ ته یې بلنه ورکړه چې له حکومت څخه ووځي.

کانټز وویل چې هغه  د امریکا د ولسمشر جو بایډن لخوا وړاندې شوي د بندیانو تبادلې وړاندیز ملاتړ کوي. ګانټز له نتانیاهو څخه وغوښتل چې دې موافقې ته د رسیدو لپاره زړور ګامونه اوچت کړي.

بیني ګانټز د می په ۱۸ ګواښ کړی و چې که چیرې لومړی وزیر نتنیاهو د جون تر ۸ مې نیټې پورې په غزه کې د جګړې نه وروسته د مودې پلان پارلمان ته د تصویب په موخه وړاندې نکړي له حکومته به استعفا وکړي.

اړوند خبرونه