اسرائیل : د لبنان په جنوب کې د حزب الله په خلاف د حملې لپاره چمتو یو

د اسرائیلو د پوځ د شمالي قوماندانۍ  مشر تورنجنرال اوري ګارډین اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې د حزب الله په خلاف د حملې لپاره یې عمومي تیاری بشپړ کړی دی.

2149861
اسرائیل : د لبنان په جنوب کې د حزب الله په خلاف د حملې لپاره چمتو یو

د اسرائیلو د پوځ د شمالي قوماندانۍ  مشر تورنجنرال اوري ګارډین اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې د حزب الله په خلاف د حملې لپاره یې عمومي تیاری بشپړ کړی دی.

د اسرائیلو د «Ynet» خبري سایټ د خبر له مخې، اوري ګارډین په ۲۰۰۶ کال کې له حزب الله سره د جګړې د اتلسمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه.

ګارډین د دې په بیانولو سره چې دوی د حزب الله په وړاندې چمتو دي او په شمالي سرحد کې به "دښمن له قوي اردو سره مخ شي"، وویل، "د اسرائیلو پوځ تیره اونۍ په شمال کې د برید لپاره خپل عمومي چمتووالی بشپړ کړ."

ګارډین زیاته کړه  چې په ډګر کې عسکر او قومندانان روزل شوي او هوډمن دي او  ادعا يي  وکړه چې د حزب الله په وړاندې به په هره ممکنه جګړه کې بریالي شي.

اوری ګاردین په دې خبرې سره چې په لبنان کې حزب الله ته سخت ګوزارونه ورکړل شوي، په لاندې ډول خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

"موږ به د یوې شیبې لپاره هم ونه درېږو. موږ به د ځواک او استخباراتو په کارولو سره جګړې ته دوام ورکړو تر څو چې ماموریت بشپړ شوی نه وي. ماموریت په شمال کې د امنیت راوستل دي. د اسرائیلو پوځ په تیرو ۸ میاشتو کې هره ورځ او هره شپه د حزب الله د وسله والو عناصرو سره جګړه کوي."

اسرائیل چې د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، د لبنان له حزب الله سره هم په شمالي سرحد کې جګړه کوي.

ویل شوي چې په دغو نښتو کې د حزب الله ۳۲۵ غړي، ۶۵ لبنانیان، ۱۹ امل غورځنګ، ۱۳ حماس، ۱۵ د اسلامي جهاد غړي، ۱۴ اسرائیلي پوځیان او ۱۰ اسرائیلي ولسي وګړي وژل شوي دي.



اړوند خبرونه