حماس : د غزې نه د اسرائیلو د بشپړ وتلو په صورت کې به هر ډول موافقې ته رسیدګي وکړو
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ویلي، دوی به له غزې تړانګې څخه د اسرائیلي پوځ د بشپړ وتلو په صورت کې د بندیانو د تبادلې په اړه هر ډول هوکړې ته په مثبت او جدي توګه چلند وکړي.
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ویلي، دوی به له غزې تړانګې څخه د اسرائیلي پوځ د بشپړ وتلو په صورت کې د بندیانو د تبادلې په اړه هر ډول هوکړې ته په مثبت او جدي توګه چلند وکړي.
اسماعیل هنیه د حماس له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي ، حماس خبرې اترې په هغه دریځ سره ترسره کوي چې زموږ د خلکو د ارادې او زړور مقاومت استازیتوب کوي.
د حماس مشر ټینګار وکړ چې دوی به د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلي پوځ د بشپړ وتلو په صورت کې د بندیانو د تبادلې پر اساس هر ډول موافقې ته په مثبت او جدي توګه رسیدګي وکړي.
له بلې خوا ویل شوي چې د حماس پلاوي چې په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره د قطر په پلازمینه دوحې ته تللی دی، د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د مصر د استخباراتو له مشر عباس کامل سره خپلې لیدنې بشپړې کړې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د مې په ۳۱مه په سپینه ماڼۍ کې په خپله وینا کې وویل چې اسرائیل ته د اوربند نوی وړاندیز وړاندې کړی چې درې مرحلې لري.