اسرائیل : د تهران د پوځي تاسیساتو په نښه کولو سره د ایران د برید ځواب ورکړو.

په برلین کې د اسرائیلو سفیر رون پروسور ویلي، دوی به د تهران د پوځي تاسیساتو په نښه کولو سره د ایران د برید ځواب ورکړي.

2128667
اسرائیل : د تهران د پوځي تاسیساتو په نښه کولو سره د ایران د برید ځواب ورکړو.

په برلین کې د اسرائیلو سفیر رون پروسور ویلي، دوی به د تهران د پوځي تاسیساتو په نښه کولو سره د ایران د برید ځواب ورکړي.

سفیر پروسور د جرمني له ویلټ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې اسرائیل به پر ملکي اهدافو برید ونه کړي. پروسور وویل، "دا برید به پر پوځي تاسیساتو وي. موږ باید په دې اړه غبرګون وښیو. دا د سیمې لپاره هم مهمه ده چې د ځان نه قوي دفاع وښودل شي."

سفیر پروسور  چې د ځواب ورکولو لپاره د اسرائیلو پر هوډ ټینګار وکړ، خو د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، وویل،  دا چې دا ځواب به کله، چیرته او څنګه وي، دا به  زموږ د جګړې کابینه  پریکړه وکړي."

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هګاری د اسرائیل هایوم ورځپاڼې ته په یوه بیان کې ویلي، دا ناشونې ده چې د دغه ډول برید ځواب ونه ویل شي، موږ به په هغه ځای او وخت کې عمل وکړو چې موږ یې غوره کوو او په دې اړه هر ډول خبرې ضروري نه دي. "

اسرائیلو د اپرېل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید وکړ چې له امله یې د ایران د سپاه پاسداران ۷ ایراني چارواکي ووژل شول چې دوه یې جنرالان وو.

ایران اعلان کړی چې د اسرائیلو پر کونسلګرۍ برید په مخامخ توګه د ایران پر خاوره برید دی او دوی به یې غچ واخلي. اسرائیلو ویلي وو چې د ایران د برید ځواب به ورکړي.

ایران د اپریل په دیارلسمه په سلهاو کامیکازي  بې پیلوټه الوتکو، بالستیک او کروز توغندیو سره پر اسرائیلو برید وکړ.

ایران اعلان وکړ چې ځینې هدفونه یې په نښه کړي، او اسرائیل اعلان وکړ چې د هوایی مدافعې سیسټمونو په واسطه د ډیرو بریدونو مخه نیول شوې، مګر یو توغندی په جنوب کې پر یوې پوځي اډې لګیدلی.

د اسرائیلو مطبوعاتو ادعا وکړه چې د تل ابیب ادارې پریکړه کړې چې د ایران هوایی برید ته "په واضح او مؤثر ډول" ځواب ورکړي.



اړوند خبرونه