نتنیاهو : په هیواد کې د وخت نه مخکې ټاکنې به د حماس پر خلاف جګړه اغیزمنه کړي
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په هیواد کې د وروستیو لاریونونو په جریان کې د وخت دمخه ټاکنو غوښتنو په اړه وویل چې دا مسئله به اسرائیل د ۸ میاشتو لپاره "فلج" کړي او تر ټولو مهمه "حماس به له دې وضعیت څخه خورا ښه استفاده وکړي."
![نتنیاهو : په هیواد کې د وخت نه مخکې ټاکنې به د حماس پر خلاف جګړه اغیزمنه کړي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/22c2/e1cd/30e7/65d8825074d6e.jpg?time=1722045149)
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په هیواد کې د وروستیو لاریونونو په جریان کې د وخت دمخه ټاکنو غوښتنو په اړه وویل چې دا مسئله به اسرائیل د ۸ میاشتو لپاره "فلج" کړي او تر ټولو مهمه "حماس به له دې وضعیت څخه خورا ښه استفاده وکړي."
بنیامین نتنیاهو په خپل خبري کنفرانس کې د ټاکلي وخت نه د مخکو انتخاباتو او په غزه کې د اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو په اړه ارزونې وکړې.
نتانیاهو د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي بندیانو د بیرته خپلو کورونو ته د راستنیدو په اړه وویل، چې هغه د حماس سره د بندیانو د خوشې کولو خپل مرکچي ټیم" او کابینې سره شپه او ورځ" کار کوي .
نتانیاهو وویل، هغه هڅه کوي چې پر حماس فشار راوړي تر څو په خبرو اترو کې انعطاف رامنځته کړي او ویې ویل، څوک چې وايي، د برمته شویو کسانو د بېرته راوستلو لپاره مې هیڅ څه نه دي کړي، ناسم او درواغ دي، هغه څوک چې حقیقت باندې پوهیږي او بیا هم د اسیرانو کورنیو ته درواغ او ناسم معلومات ورکوي ، دوې په اصل کې د اسیرانو کورنیو ته تکلیف رسوي.
نتانیاهو وویل چې د ټولو ستونزو سره سره، خبرې اترې باید په "سکون او هوښیار عزم" سره ترسره شي او دا د بندیانو د راوستلو یوازینۍ لار وه.
بنیامین نتانیاهو د اسراییلو د پارلمان مخې ته د وخت نه د مخکې ټاکنو د غوښتنې په خاطر د هغه او د هغه د حکومت پر خلاف مظاهرو ته په اشارې سره وویل، په داسې حال کې چې جګړه روانه ده، د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کول ، دا به له بریا مخکې د اسرائیلو دولت فلج کړي. لږ تر لږه شپږ میاشتې، حتی اته میاشتې زما په اټکل." حماس به د دې فرصت نه په ډیره ښه توګه استفاده وکړي.
نتانیاهو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د اسرائیلو پوځ د غزې د تړانګې په جنوب کې پر رفح د حملې پلانونه تصویب کړي او ادعا یې وکړه چې د امریکا فشارونه د حملې له ځنډولو سره هیڅ تړاو نه لري.
د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو وویل، د اسرائیلو پوځ د شاوخوا یو نیم میلیون ملکي وګړو د ایستلو لپاره چمتووالی نیسي چې له بریدونو څخه تښتېدلي او په رفح کې یې پناه اخیستې ده، او ویې ویل: «رفح ته له ننوتلو پرته به بریا ممکن نوي او د حماس له منځه وړلو پرته بری نشو ترلاسه کولې.".