د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۳۲ زره ۵۵۲ تنو ته لوړ شو.
اسرائیل د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې قتل عام ته د خپل ټول توان سره دوام ورکوي.
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۳۲ زره ۵۵۲ تنو ته لوړ شو.
اسرائیل د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د مرګونو باران کوي.
د رفح په جنوبي ښار د اسرائیلي پوځیانو په برید کې چې څلور کورونه په نښه شوي دي، ۱۱ تنو فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
بې ځایه شوي فلسطینیان هم د اسرائیلو د بریدونو هدف ګرځیدلي. د یوه ماشوم په ګډون ۴ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
اسرائيلي عسکرو يو ځل بيا پر فلسطينيانو چې مرستې ته يې انتظار ویست ډزې وکړې.
د غزې په ښار کې د کویت په څلور لاري کې په برید کې یوشمېر کسان مړه او ژوبل شول.
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۳۲ زره ۵۵۲ تنو ته لوړ شو.
د فلسطین د مقاومت ډله خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په دې نښتو کې د یو بل عسکر د وژل کېدو سره د وژل شویو پوځیانو شمېر ۵۹۷ ته ورسېد.
په داسې حال کې چې د اسراييلو قتل عام پای ته نه دی رسيدلی، د فلسطين د مقاومت غورځنګ حماس له نړيوالو قضايي ارګانونو او ملګرو ملتونو غوښتي چې د فلسطيني ولس د سيستماتيک وژنې د مخنيوي لپاره عاجل اقدام وکړي.