ګوتریش د مصر د بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه په غزه کې د بیړني اوربند غوښتنه وکړه
د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د بیړني اوربند غوښتنه کړې ده.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د بیړني اوربند غوښتنه کړې ده.
شکري او ګوترش د مصر په پلازمینه قاهره کې په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړه.
شکري دلته وویل، "موږ په غزه کې د سمدستي اوربند او د بندیانو د خلاصون غوښتنه کوو. غزې ته د نورو بشري مرستو اړتیا ده."
شکري په دې باندې په تاکید سره چې په غزه کې حالات کړکیچن شوي او باید حل شي، څرګنده کړه چې دوی د فلسطینیانو د جبري کډوالۍ او د ډله ایزې سزا خلاف دي.
ګوترش په دې خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې مصر د سولې لپاره د نړۍ یو قطب دی.
ګوترش د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او شکري سره د غزې د ستونزمنو حالاتو او د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د ناکراره حالاتو په ګډون پر ډېرو مهمو مسایلو خبرې کړې دي. ګوترش وویل، نړۍ پوهیږي چې اوس د وسلو د خاموشولو وخت دی. په غزه کې باید هر څه ژر بشري اوربند رامنځته شي.»
ګوتریش دې ته په اشارې سره چې د فلسطین د خلکو د عمده مجازاتو لپاره هیڅ توجیه نشته. هغه وویل چې د رفح سرحدی دروازه غزې ته د مرستو د ننوتلو اصلي لار ده، خو دا لاره اوس مهال د مرستندویه لاریو د بندیزونو له امله بنده ده.
د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۳۲ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.