د اسرائیل لومړي وزیر په رفخ ښار د پوځي عملیاتو پلان تصویب کړ

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې د رفح پر ښار د بريد پلان يې تصويب کړی او دوی به "ډېر ژر" له سيمې د ملکي وګړو د ايستلو پلان تصويب کړي.

2118113
د اسرائیل لومړي وزیر په رفخ ښار د پوځي عملیاتو پلان تصویب کړ

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې د رفح پر ښار د بريد پلان يې تصويب کړی او دوی به "ډېر ژر" له سيمې د ملکي وګړو د ايستلو پلان تصويب کړي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر د مطبوعاتي دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې، لومړي وزیر نتنیاهو د مارچ په ۱۸ د د امریکا د  ولسمشر جو بایډن سره د هغه د تیلیفوني خبرو په اړه څرګندونې وکړې.

نتنیاهو یادونه  کړې چې هغه او بایډن په پیل کې موافقه کړې وه چې حماس باید له منځه یوړل شي او  زیاته یې کړه، "په هرصورت، دا پټه نه ده چې زموږ ترمنځ د جګړې په جریان کې دې هدف ته د رسیدو غوره لارې په اړه اختلاف شتون درلود."

نتنیاهو ویلي دي چې  هغه په ​​پیل کې بایډن ته ویلي وو چې د غزې تړانګې ته له ننوتلو پرته حماس ته ماتې ورکول ناشوني دي، نتنیاهو وویل چې په وروستۍ ناسته کې هغه ولسمشر ته وویل چې د حماس پاتې کنډکونو له مینځه وړلو لپاره رفح ته له ننوتلو پرته د بریا بشپړول ناممکن دي.

نتنیاهو د دې په یادولو سره چې پوځ د رفح د برید پلان تصویب کړ، وویل: "ډیر ژر به موږ د جګړې له سیمو د ملکي خلکو د ایستلو پلان هم تصویب کړو."

نتنیاهو ویلي دي  چې په رفح باندې د حملې پلان به یو څه وخت ونیسي. "موږ د حماس د لوړ پوړو چارواکو او د سلګونو ترهګرو د نیولو لپاره او لمنځه وړلو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو، لکه څنګه چې موږ په خان یونس، مرکزي کمپونو او شفاء کې ترسره کړل."

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۴ زره ماشومانو او ۹ زره ۲۲۰ ښځو په ګډون ۳۱ زره ۹۲۳ فلسطینیان وژل شوي او ۷۴ زره ۹۶ کسان ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې لا هم تر خاورو لاندې د زرونو کسان مړي پراته دي.



اړوند خبرونه