اسرائیلو په رفح ښار بریدونه او عملیات پیل کړل

فلسطین اعلان وکړ چې اسرائیلي پوځیانو تیره شپه د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په ښار حمله وکړه چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۴ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

2117374
اسرائیلو په رفح ښار بریدونه او عملیات پیل کړل

فلسطین اعلان وکړ چې اسرائیلي پوځیانو تیره شپه د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په ښار حمله وکړه چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۴ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په  بیان کې ویلي، د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د رفح په ښار چې غزې تړانګې د شمال او مرکز څخه په میلیونونو بې ځایه شویو خلکو ورته پناه وړې ده  د نړیوالو ټولو خبرداریو سره سره د اسرائیلو لخوا برید او د اشغالولو هڅې په کلکه توګه غندي .

په بیان کې راغلي دي چې اسرائیلو د تیرې دوشنبې په ماښام په رفح باندې ویجاړونکي هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ګڼ شمیر فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ . بیان کې راغلي دي چې اسرائیل د رفح په ښار باندې خپل برید د نړیوالو غبرګونونو له امله  اعلان نه کړ.

د بیان له مخې تیره شپه د رفح ښار په مختلفو سیمو کښې د اسرائیلو د جنګی الوتکو په حملو کې د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۴ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمیر فلسطینیان ژوبل شول.

د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دفتر له خوا د مارچ په ۱۵مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د رفح ښار سوېل ته د احتمالي پوځي عملياتو پلان منظور شوى دى.

په همدې حال کې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلي پوځ له خوا په ترسره شویو بریدونو کې چې د اکتوبر له ۷مې نیټې راهیسې روان دي د ځاني تلفاتو شمیره  ۳۱ زره ۸۱۹ تنو ته رسیدلی  ده . همداشان سیمې ته د مرستو د نه پریښودو له امله سیمه د جدي قحطۍ سره مخ ده.



اړوند خبرونه