حوثیانو د عدن په خلیج کې د امریکا په یوې بیړۍ توغندیو بریدونه کړي

حوثیانو د عدن په خلیج کې د امریکا په یوې بیړۍ توغندیو بریدونه کړي. د لومړنیو معلوماتو له مخې په بیړۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

2112128
حوثیانو د عدن په خلیج کې د امریکا په یوې بیړۍ توغندیو بریدونه کړي

حوثیانو د عدن په خلیج کې د امریکا په یوې بیړۍ توغندیو بریدونه کړي. د لومړنیو معلوماتو له مخې په بیړۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

په صنعا کې د انګلستان سفارت خبر ورکړی، چې د لومړنیو موندنو له مخې په برید کې ۳  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سیري د ټولنیزې مډیا له لارې ددې برید په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

ویاند سیري ویلي چې دوی د عدن په خلیج کې د ریښتیني باور په نوم امریکايي کښتۍ په لوی شمیر "مناسب سمندري توغندیو" سره برید وکړ او په هغه کښتۍ کې اور ولګېد چې په برید کې زیانمنه شوې وه.

سیري زیاته  وکړ چې برید وروسته له هغه ترسره شو چې د کښتۍ عملې "د خبرداری پیغامونه رد کړل".

سیري ددې خبرې په ټینګار وویل چې  حوثي ځواکونه د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ او مرستې کې خپلو دیني، اخلاقي او بشري وظیفو ته ادامه ورکوي. سیري وویل چې د سره سمندرګي او عمان په سمندرګي کې به د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلو د حملو د بندیدو پورې حملې دوام ولري. هغه وويل تر کومه چې  د فلسطين د خلکو په وړاندې لګول شوي بنديزونه لرې شوي نوي بریدونه به هم پایته ونه رسیږي .

په صنعا کې د انګلستان د سفارت له خوا د خپور شوي بیان له مخې د لومړنیو موندنو له مخې د حوثي یاغیانو په برید کې ۳ تنه وژل شوي دي. په بیان کې دا ندي ویل شوي چې کښتۍ چیرته د برید لاندې راغله او یا وژل شوي کسان د کوم هیواد وګړي دي.

د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې حوثیانو دوه ورځې مخکې هم په سور سمندرګي کې د امریکا په دوو جنګي کښتیو د توغندیو سره بریدونه وکړل.



اړوند خبرونه