په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه د اسرائیل، حماس او امریکا څرګندونې

جګپوړو مصري چارواکو ویلي چې په غزه کې چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو بریدونه دوام لري، د اوربند په اړه غیر مستقیم خبرې، له ستونزو سره سره پرمختګ کوي.

2111662
په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه د اسرائیل، حماس او امریکا څرګندونې

جګپوړو مصري چارواکو ویلي چې په غزه کې چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو بریدونه دوام لري، د اوربند په اړه غیر مستقیم خبرې، له ستونزو سره سره پرمختګ کوي.

القاهره نیوز ټلویزیون په خپل خبر کې د لوړ پوړو مصري چارواکو له قوله په غزه کې د اوربند لپاره په پلازمینه قاهره کې د ترسره شویو خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل.

ویل شوي چې د امریکا، مصر، قطر او حماس غورځنګ چارواکو په ګډون خبرې اترې "د روژې په میاشت کې (د مارچ له ۱۱ څخه د اپریل ۹) په اوږدو کې په غزه کې د اوربند د ټینګولو په اړه دوام لري."

خبرځاى يادونه وکړه چې "خبرې له ستونزو سره پرمخ روانې دي" او زياته يې کړه، "خبرې لا هم روانې دي، دا به ناسمه وي چې ووايو کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي." د یادونې وړ ده چې مذاکرات دوام لري.

د اسرائیلو ۱۳ ټلویزیوني چینل د یوه اسرائیلي چارواکي په حواله ویلي چې په غزه کې د اوربند او د دواړو خواوو تر منځ د بندیانو د تبادلې په اړه د تل ابیب د ادارې  لخوا وړاندیز مطرح شوی او له حماس څخه د ځواب انتظار باسي.

له بلې خوا حماس ویلي دي چې  په غزې د اسرائیلو روان بریدونه به هر اړخیز او بشپړ توګه د درولو به موخه یوې موافقې ته د رسیدو لپاره به خبرو ته دوام ورکړي .

د حماس لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي:

"حماس یوې موافقې ته د رسیدو لپاره لازم انعطاف ښودلی چې زموږ د خلکو په وړاندې د هراړخیز بریدونو بندیدل تضمین کړي. په هرصورت ، اشغالګر دولت (اسرائیل) د دایمي اوربند ، د بې ځایه شوو خلکو د  بیرته راستنیدو په څیر د تړون له شرایطو څخه ډډه کوي. اسرائیل د بې ځایه شوو د بې راستنولو، د غزې له تړانګې څخه د وتلو او زموږ د خلکو اړتیاوو د پوره کولو په اړه د یوې موافقې نه تیښته کوي.

بل خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې په غزه کې د احتمالي اوربند موافقه د حماس پورې اړه لري.

جو بایډن په پلازمېنه واشنګټن کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

بایډن د اوربند په اړه د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کې وویل: "دا اوربند موافقه  د حماس په لاس کې دی. اسرائیل همکاري کوي. یو معقول وړاندیز شوی دی. موږ به په څو ورځو کې معلومه کړو چې څه به کیږي."

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د ۱۳ زره ۴۳۰ ماشومانو او ۸ زره ۹۰۰ ښځو په ګډون ۳۰ زره ۶۳۱ فلسطینیان وژل شوي او ۷۲ زره ۴۳ نور ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه