د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتیه له خپلې دندې استعفا وکړه.
د فلسطین لومړي وزیر استعفا وکړه
2107506
د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتیه له خپلې دندې استعفا وکړه.
محمد اشتیه دغه خبرې په رام الله ښار کې د حکومت په اونيزه غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې د فلسطین ولسمشر عباس ته خپله استعفا وړاندې کړه. اشتیه وویل چې هغه د تیرې سه شنبې په ورځ عباس ته په شفاهي توګه د استعفا په اړه خپله پریکړه وړاندې کړې وه. هغه د استعفا کولو دلیل په اړه څه ندي ویلي.
همداشان دا هم تر اوسه پورې معلومه نده چې ایا د هغه استعفا منل شوې او که نه؟
اشتیه وويل د غزې په تړانګه کې د پرمختګونو په نظر کې نیولو سره په راتلونکي وخت کې د حکومت په کچه نوي مقرراتو ته اړتيا ده.
اشتیه ټینګار وکړ چې دوی به د فلسطیني دولت تر جوړیدو پورې د اسرائیلو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.