د امریکا ولسمشر بایدن د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو ته په رفاح د بریدونو په اړه خبرداری ورکړ
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته د غزې د تړانګې په رفاح ښار کې دې له «بشپړ پلان پرته پوځي عملیات» د نه پیلولو په اړه خبرداری ورکړ.
![د امریکا ولسمشر بایدن د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو ته په رفاح د بریدونو په اړه خبرداری ورکړ](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/3158/5822/c6eb/65bf597973305.jpg?time=1722043877)
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته د غزې د تړانګې په رفاح ښار کې دې له «بشپړ پلان پرته پوځي عملیات» د نه پیلولو په اړه خبرداری ورکړ.
د سپینې ماڼۍ څخه په شوي بیان کې ویل شوي چې جو بایډن او بنیامین نتنیاهو په ټیلیفوني خبرو کې "د حماس له خوا د ټولو یرغمل شویو بندیانو د خلاصون د یقیني کولو په هڅو" خبرې وکړې.
په بیان کې ویل شوي چې بایډن نتنیاهو ته وویل چې د غزې په رفاح ښار کې چې د څه باندې یو میلیون تنو بې ځایه شوو فلسطیني وګړو کوربه توب کوي د باور وړ او ممکنه پلان پرته باید پوځي عملیات پیل نشي.
په بیان کې یادونه شوې چې بایډن "د بې ګناه فلسطیني ملکي وګړو لپاره د بشري مرستو د موثریت او دوام د زیاتوالي لپاره د بیړني او مشخصو ګامونو اخیستلو غوښتنه وکړه" همداشان ولسمشر بایدن دا هم بیا تایید کړه چې د اسرائیلو او د هغه د خلکو اوږدمهاله امنیت په خاطر "د حماس د ماتې لیدل او ډاډ ترلاسه کول ګډ هدف دی."
په همدې حال کې د فلسطین رسمي ادارې WAFA په رفاح کې د روغتون د چارواکو په حواله ویلي چې په رفاح ښار باندې د اسرائیلو په بریدونو کې تر سلو زیات کسان وژل شوي او په سلگونو ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې له سمندر څخه د توپخانې او د جنګي کښتیو له سختو د بریدونو په ملګرتیا جنګي الوتکو په یوه وخت کې شاوخوا ۴۰ هوايي بریدونه تر سره کړي او په ځانګړي ډول د بې ځایه شویو خلکو ګڼ کورونه او جوماتونه په نښه شوي دي.
د فلسطین سرې میاشتې هم اعلان وکړ چې د اسرائیلو بریدونه د رفاح ښار په مرکز کې متمرکز دي او په بریدونو کې د ملکي خلکو کورونه هم په نښه شوي دي.
د اسرائيلو د لومړي وزير د دفتر له خوا د فبرورۍ په نهمه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نتنياهو پوځ او امنيتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د غزې د تړانګې په جنوب کې د بريد او شاوخوا يو نيم ميليون فلسطينيانو چې هلته يې پناه وړې ده، د بېځايه کولو لپاره لازم پلان چمتو کړي.
د ویلو ده چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې د روانو بریدونو له امله له ۲۸ زرو څخه زیات فلسطینیان چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي ژوند د د لاسه ورکړی او په لسګونو زره تنه نور ټپیان شوي دي .