امریکا او انګلستان یو ځل بیا په یمن کې پر حوثیانو هوايي بریدونه کړي

په یمن کې حوثيانو اعلان کړی چې د امریکا او انګلستان  ځواکونو د دغه هېواد په لوېدیځ کې د سره سمندرګي په سواحلو کې پر الحدیده ښار برید کړی دی.

2098077
امریکا او انګلستان یو ځل بیا په یمن کې پر حوثیانو هوايي بریدونه کړي

په یمن کې حوثيانو اعلان کړی چې د امریکا او انګلستان  ځواکونو د دغه هېواد په لوېدیځ کې د سره سمندرګي په سواحلو کې پر الحدیده ښار برید کړی دی.

د حوثيانو اړوند د المسیره ټلویزیون د خبر له مخې، امریکا او انګلستان  پرون د الحدیده ښار په القصیب سیمه حمله وکړه.

همداشان د حوثیانو اړوند یوې بلې سرچینې بیا ویلي دي چې  هوایي بریدونه څو ځله تکرار شوي.

المسيره ټلويزيوني چينل ويلي، چې امريکايي او انګلیس ځواکونو پرون سهار د الحديده او صدا په ښارونو ۱۵ بريدونه کړي دي.

د بله پلوه امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې په یمن کې یې د ایران  ملاتړو حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له چاودېدونکو توکو ډکو پرته د چلوونکو په کښتیو هوايي برید کړی دی.

د امریکا  مرکزي قوماندانۍ  له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

" په یمن کې د حوثیانو اړوند په دوه پرته د چلوونکي کښتیو باندې چې د چاودیدونکو توکو نه بار وې د ځان نه د مشروع دفاع په چوکاټ کې برید شوی دی."

په بیان کې ویل شوي چې نوموړو کښتیو په سور سمندرګي کې د امریکا سمندري ځواکونو کښتیو او تجاري کښتیو ته ستر ګواښ مخامخ کړی وو.

بیان کې  ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  دا بریدونه  د ازاده سمندري تګ راتګ د  خوندي کولو په موخه ترسره شوي دي.



اړوند خبرونه