حوثیانو په سور سمندرګي کې د انګلستان په کښتۍ د برید کولو نه خبر ورکړی دی
په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې دوی په سور سمندرګي کې د برتانیا یوه سوداګریزه کښتۍ چې اسرائیلو ته روانه وه په نښه کړې ده.
په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې دوی په سور سمندرګي کې د برتانیا یوه سوداګریزه کښتۍ چې اسرائیلو ته روانه وه په نښه کړې ده.
د حوثيانو د پوځ ویاند یحیی سری د ټولنیزې رسنۍ له لارې په خپور کړي پيغام کې د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د پیغام په ورکولو سره، ویلي دي چې دوی د امریکا او انګلستان لخوا په یمن د بریدونو په ځواب کې د "مناسب سمندري توغندیو" سره په سور سمندر کې د انګلستان سوداګریزه کښتۍ په نښه کړه.
سیري وویل چې په سور سمندرګي او عمان بحر کې د اسرائیلو او یا د هغوې اړوند کښتیو باندې بریدونه به تر هغه پورې دوام وکړي ترڅو چې د غزې بریدونه پایته رسیدلي نوي او لګیدلې محاصره لرې شوي نوي.
د اکټوبر په ۳۱ مه حوثيانو په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د یمن په سواحلو کې د هغو سوداګریزو کښتیو نیول پیل کړل چې د دوی په وینا له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او پر ځینو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه پیل کړل.
امریکا او انګلستان بیا د اسرائیلو نه د ملاتړ او په سور سمندرګي کې د سمندري ټرانسپورت د خوندیتوب په موخه په یمن کې د حوثیانو په هدفونو هوايي بریدونه پیل کړي دي. حوثیان هم وخت نا وخته ددې بریدونو په ځواب کې په سور سمندرګي کې د امریکا او انګلستان اړوند کښتیو باندې د توغندیو بریدونه کوي.