په غزه کې د ځاني تلفاتو شمیره ۲۶۹۰۰ تنو ته لوړه شوه
د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۶ زره ۹۰۰ ته رسېدلی دی.
د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۶ زره ۹۰۰ ته رسېدلی دی.
په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره په غزې تړانګه د اسرائیلو د ۱۱۷ ورځو د بریدونو په اړه معلومات ورکړل.
القدره ویلي دي چې یواځې پرون د غزې په تړانګه كې د اسرائيلي ځواكونو په بریدونو كې ۱۵۰ نور فلسطينيان شهيدان او ۳۱۳ فلسطينيان ژوبل شوي دي. پدې ډول د اکتوبر له اوومې نېټې څخه په غزه كې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر ۲۶ زره ۹۰۰ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۶۵ زره ۹۴۹ تنو ته رسیدلی دی.
د روغتیا وزارت ویاند ټینګار کړی، چې لا هم تر خاورو لاندې جسدونه پراته دي، خو د اسرائیلي ځواکونو د مداخلې له امله طبي ډلې او د ملکي خوندیتوب مامورین نشې کولې چې دا مړي راوباسي.
په همدې حال کې د غزې د تړانګې په شمال کې د بیت الاخیه په یوه ښوونځي کې چې د اسرائیلو تر محاصرې لاندې قرار درلود، د ۳۰ تنو چې لاسونه او سترګې یې تړل شوي وو، مړي وموندل شوي دي.
د فلسطیني بندیانو ټولنې ویلي دی چې دا وضعیت په ښکاره توګه ددې ښکارندويي کوي چې دا کسان د اسرائیلو لخوا اعدام شوي دي."
له بلې خوا د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) د نړیوال اضطراري ادارې مشر مایک راین خبر ورکړی، چې په غزه کې خلک له لوږې مړه شوي او وضعیت ډیر زیات خراب دی.
ریان د روغتیا نړۍوال سازمان په اونیزه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل "د غزې خلک ناهیلي دي، د غزې خلک لوږه دي. د غزې خلک داسې خلک دي چې په دې جګړه کې ښکېل نه دي."